

رحمان بابا
که له ډېره غمه دم د چا ختی
زه به مړ ومه په عشق کې لرغونی
زړه مې هسې ستا په تور زلفو بايلود
لکه ورک په توره شپه کا څوک کالی
په يوه ساعت مې رد هم مې قبول کا
نه پوهېږم چې يې خپل يم که پردی
په يو لاس کې يې مرهم په بل خنجر دی
نه په مړيو کې حساب يم نه ژوندی
که په مرګ د عاشقانو يې رضا ده
خدای دې ما کا تر همه واړه وړومبی
خون بها مې دستۍ په مثل نشته
ما پخپله قبول کړي دا خپل سوی
څوک دې غم زما په ډېرو اوښو نه خوري
کم به نه کا په خوردن سره ندی
د هجران په توره شپه کې يې ويريږم
چې یې نه وينم د وصل سپين سپوږمی
د يار غم لکه مزري راباندي راشي
خدای دې پېښ نه کا په چا باندې مزری
چې پرې غم غلطومه د شپې پاڅم
کلي مې په شوندو کېږدم لکه نی
که کتاب کله رباب په لاس را واخلم
باري درد مي په هيڅ رنګ نه کا کمی
همسايه مې واړه وواته له خوابه
که په سل کوټو دننه کړم زګيروی
که عاشق تر معشوقې پورې يو سپی دی
خدای د هجر په توره مه وژنه يو سپی
زه رحمان د يار په غم کې هسې ډوب يم
چې هيڅ نه وينم په سترګو مګر دی