...

رحمان بابا

چې دارو د درد و غم دی هغه می

ساقي راکړه يو دوه جامه پيا پی

می د خپلو لبو دانه د انګورو

چې اول يې نوشيدن وي پسې قی

په هر تيغ کې چې اب نه وي د شرابو

څوک د غم په غليم نه مومي بری

جام د ميو چې غمخوار د کل جهان شه

زه به اوسم په دا غم کې تا بکې

راشه يو ځله مې هسې مست خراب کړه

چې کبر نه شم له حاله د هيڅ شی

بې خودي هسې پناه ده زور اوره

چې له هره غمه خلاص کاندي سړی

زه هغه تحصيل تمام ګڼم په عشق کې

چې يې روغ وګړي بولي ليونی

رحمان صلحه له رقيب سره په دا کا

اشنا ښه دی البته خوړونکې سپی