

رحمان بابا
ورک شه ورک شه بدکردار و بد سړی
که دې ورور که دې عزيز وي که پردی
تر هغه لا نيکو کار بيګانه ښه دی
چې بدکار شي د چا زوی او يا نمسی
لرګي لوښي همه واړه پرې مردار وي
بدکردار دې سور لنډی يا وږی سپی
هغه خلق به همه واړه ليوني کا
چې په کلي کې يو سپی شي ليونی
بل علاج د ليونيو سپيو نشته
بې له مرګه چې ترې ډک کاندي کوهی
حرام خور د مخنثو په حساب وي
که په توره يا په تيغ وي مړنی
مړني ويلي بويه و هغه ته
چې بې وجهي ازار نه کا هيڅ سړی
ديګ ايښي په ديګدان ورښي تر تيغ
چې يې سوړ په اه سرد نه شي نغری
هسې فيض يې و هر چا و ته رسېږي
چې باله شي د خپل وقت حاتم طی
اې رحمانه چې بدفهم او بدکردار شي
راته وايه سپی بهتر دی که سړی