

رحمان بابا
په يوه ذره به وږی يا به موړ يې
په يوه ذره به ګرم يا به سوړ يې
که ځواني له خدايه غواړې ځوان به ومرې
او که بس له ځوانۍ پايې خو به زوړ يې
سړی کله خو يا جوړ کله ناجوړ وي
خدای خو نه يې چې به تل تر تل جوړ يې
عاشقي به دې اسمان غوندې څرګند کا
که مجنون غوندې هر څو په صورت ووړ يې
عاشقي بې جذبې چرې ده رحمانه
ته مجذوب د يار په مهر کې مروړ يې