...

رحمان بابا

خو زما په ورميږه ماتول شير يې

که په مرګ د رقيب هم هسې شمشير يې

مرګ خو ويني چې پخپله را پسې دی

څه محتاج زما و مرګ و ته ډېر ډېر يې

کبر و خيال خو لاله ځاپه ستا عادت و

او که نن زما قصده په بل پير يې

دا بې شماره عاقلان به شي کم عقل

ته چې دا رنګه په زړه وکښته دلبر يې

ستا خوبونه به پخپله ځان څرګند کا

زه به څه وايم چې ته تر بلا تير يې

له حيرته دې تعريف کولی نشم

چې په څه رنګ دې ستايم د چا په څير يې

ما چې ستا د لبو خوند واخيست محفوظ شوم

که سل ځله په ترخه ويل ګنډهير يې

د جهان ښکلي که واړه د رحمان شي

خدای دې نه کا چې يې ته له دله هير يې