

رحمان بابا
چې په مخ باندې د اوښو يو رقم وي
عين د تورو له پرهار سره سم وي
که ګريوان مې د سپوږمۍ د نمر مشرق شي
زه چې يار په سترګو نه وينم تور تم وي
دلته سر پورته کول د چا رسېږي
چې پخپله د يار زلفې خم در خم وي
کږو ورځو غوندې نيش وهلی نه شي
که په زړه د پاسه پروت د چا لړم وي
معشوقه چې د عاشق په غم وي غوڅه
د عاشق سترګې دې ووزي چې يې غم وي
همدمي د دوو همدمو هسې بويه
چې د دواړو همدمي په يوه دم وي
که د درست جهان ښادي ورباندې راشي
مه کړه خدای چې څوک بې ياره خوښ خورم وي
بل ستم د بېلتانه د پاسه نشته
له ليدلي چا په سل رنګه ستم وي
دا قضا څه تر قاضي موقوفه نه ده
خود پخپله يار تر ياره پورې ګرم وي
راحت هر چرې هغو لره لازم دی
چې په درد و محبت کې مقدم وي
چې خوناب يې د چشمانو می ناب شي
پيوسته له دغه جامه سره جم وي
هيڅ حاجت د هنر نشته و رقيب ته
که په اصل کې عرب وي که عجم وي
هنر مه غواړه طالع له خدايه غواړه
څه پکار بې سليمانه که خاتم وي
د رحمان خندا په اجر د ژړا ده
تازګي د ګل په قدر د شبنم وي