...

رحمان بابا

د وصال په هوا والوتي مرغه شوي

د هجران په اور کې درست صورت اوبه شوي

نه و زر کاله هوس نه مري له غمه

سړي سخت دي ګڼه يو اثر پرې شوي

زړه که چاودي هم له دې غم به وجاود

چې د يار د بېلتانه خواري په زړه شوي

رقيب و ناکړدو ته چې نظر کړم

د عاشق له اه ړوند په تور ليمه شوي

هيڅ پوره به دې نيمګړې نه شي خدايه

که بېلتون د دوه يارانو وبله نه شوي

خدای رضا لره چا هسې تعويذ وکړييو ځل يار

چې لر زه د هغه يار تر فهم ښه شوي

په سترګو وليدي چې دا دي

دغه پسه هر چې شولي بيا هاله شوي

نوم يې يو ځل زما واخيستئ په ژبه

نور مې نوم په دا جهان کې پاتي نه شوي

لکه درست عمر په خوله د رقيب کار کا

دغه هستي يو زمان زما په خوله شوي

زه رحمان په دا خبره حق حيران يم

نه پوهېږم چې د يار له غمه څه شوي