

رحمان بابا
ډېرې خولې زما په ياد شکر خورې شوې
بيا زما په زمانه خاورې ايرې شوې
د چندڼو ونې وسوليدې لاړې
هزار څاڅکې د شمشاد و په ايرې شوې
په هغو زمکو چې روغي پرې ماڼۍ وي
د ايام په ګردشونو اديرې شوې
په دنيا کې چې بنياد د اشنايۍ کا
د هجران تورې هغه لره تيرې شوې
دا فلکه چې خدای پيدا کړ دا يې خوی دی
چې و چا ته يې دعا چا ته شيرې شوې
د دنيا د محلونو خښتې واړه
و رحمان ته د سرونو منارې شوې