

رحمان بابا
کاشکې زه خاورې ايرې د ستا د در وی
چې قدم دې هميشه زما په سر وی
خو يو ځله زما ستا وبله مخ شوی
نور مې موخه ستا د غشيو په ټټر وی
تمام تن مې د رنځور په څېر اوړه وی
خو په ما د تورو سترګو يو نظر وی
په زيړ رنګ په سپينو اوښو به ما بيا موند
که د ترکو ملاقات په سيم و زر وی
ملامت به په ما څه لره وايه شه
که دستا له دلبرۍ نه څوک خبروی
مرتبه که ستا د عشق شي ورڅرګنده
ملايک به واړه وايي چې بشر وی
تماشه به زما هله درښکاره شوه
که ته ما غوندې بيدل او زه دلبر وی
په خونبار به زما سترګو غوندې نه وه
که په مخ مې د تيرو تورو پرهر وی
ستا په درد کې طبيب وايي و رحمان ته
لا به ښه و که دې حال تر دا بتر وی