

رحمان بابا
که د ستا د خاطر مينه په اغيار وي
ستا دپاره دې اغيار هم زما يار وي
هر سړی چې په يو مخ باندې مين وي
له يوه مخه يې سل مخه پکار وي
هر چې کاندي نوکري د پادشاهانو
خواه مخواه به د دربانو منت بار وي
څه به ستا له رقيبانو زه ماڼه کړم
دا دستور دی چې له ګله سره خار وي
څو سل خاره يې خښ نه شي په ټټو کې
کله وي چې د بلبل و ګل ته لار وي
سجاده به د ساقي د لارې فرش کا
هر صوفي چې د سرو سترګو خريدار وي
په جذبه د عاشقۍ به ليونی شي
که په قطع افلاطون غوندې هوښياروي
په رحمان باندې به هيڅ ملامت نه کا
هر سړی چې ستا له مخه خبر دار وي