

رحمان بابا
له هغو سره به څه فکر د يار وي
چې ياران يې په هر لور هزار هزار وي
چې اشنا پسې ويشتلي هم هغو وي
چې له توري اشنايۍ يې استغفار وي
صبوري او قراري دي په ما زوم شي
که بې تا به مې يا صبر يا قرار وي
هر ژوندون د يار په وصل ښايسته وي
بې مينه که ژوندون وي څه پکار وي
که د يار له لاسه اور په يار بلېږي
هغه اور و عاشقانو ته ګلزار وي
په يارۍ کې ازار نشته خدای دې نه کا
که زړه به زما زړه له تا ازار وي
و هغو ته عاشق مه ويلي بويه
چې يې فکر يا د سر يا د دستار وي
ځای يې اور شي چې زنار يې شي په غاړه
ولې نه چې ستا د زلفو زنار دار وي
ستا د زلفو زنار دار که په اور سوځي
دغه اور به هم رښتيا ستا د رخسار وي
هغه جونه به ليلی غوندې رسوا شي
چې رحمان غوندې مجنون يې په ديار وي