...

رحمان بابا

که د درستې دنيا غم مې پر سر بار وي

واړه سهل دي که يار را سره يار وي

هزار وار به يې د يار تر نامه ځارکړم

که په قطع مې دا يو صورت هزار وي

هغه نه دي په شماره د عاشقانو

چې د خپل ټټر داغونه يې په شمار وي

مشکل کار دعاشقۍ چې خدای پيدا کړ

که بل جهان هسې مشکل کار وي

څو يې اوښي په مخ لاري روغي نه کا

د هغو و معشوقو ته کله لار وي

ته چې ګل زما د يار په شکل غواړې

کله دا رنګه ګلونه په ګلزار وي

نه مونده شي به بازار کې نه په ښهر

هغه رخت چې د خوبانو په بازار وي

زه د يار په څېر مخ ته وينم په سترګو

که په هره خوا خوبان هزار هزار وي

د عاشق نظر په ډېر و په لږ نه وي

که ديدن د يار په لږ که په بسيار وي

شته هزار هزار خوبان ولې سوګند دي

که زما د يار په څير د چا يار وي

مرګ له هيچا سره وار نه کا رحمانه

يار به ځان تر يار وړومبی کا که يې واروي