

رحمان بابا
په دنيا کې که هر څو وبله پيوند وي
پس له مرګه به يې درست صورت بند بند وي
زه به وخورمه په دا باب هزار قسمه
که باور دي په قسم و په سوګندوي
يا به وړاندې تر تا درومي يا به ورستو
که دې ورور که دې عزيز که دي فرزند وي
زمانه به يې تر پښو لاندې پايمال کا
که په قطعه تر اسمان پورې بلند وي
هم يې هسې پيمانه ګڼه په خاورو
که يې ډکه خوله تمام عمر په قند وي
هر چې کاندي ازادي په دا جهان کې
پس له مرګه به هم واړه په بند وي
هر چې غاړه يې و حق ته ايښې نه وي
هميشه به يې په غاړه کې کمند وي
دا چې زه و تا ته وايمه که خدای کا
په ايت و په حديث کې به څرګندوي
ته چې نه کوې باور په اياتونونو
ترو زما ويل به څه در لره پندوي
ناپسند به د منکر په انکار نه شي
هر کلام چې دلپذير و دل پسند وي
خدايه ګنج د قناعت و رحمان ورکړې
چې بې ملکه بې حشمته دولتمند وي