

رحمان بابا
د هغې بنا چې نوم محنت اباد وي
ترو خاطر به په کې څنګه د چا ښاد وي
په خواړه او په څښو کله ويني نيسي
هر مرغه چې په قفس کې د صياد وي
د رنځور په خوله کې کله مزه کاندي
که سل رنګه نعمنتونه يې معتاد وي
پای بسته ولره هر چرته زندان وي
هغه هر چرته ازاد وي چې ازاد وي
عشق تغيير او تبديل نه لري يکرنګ دی
د اشنا له لاسه داد وي که بېداد وي
د ښادۍ نښه هغه وي په جهان کې
چې په يار پسې بې بيخه بې بنياد وي
بودني هغه باله شي په معنا کې
چې دنيا يې په نابوده اعتقاد وي
نقصاني دي د دنيا عمارتونه
که تر لاندې يې سل ستنې د فولاد وي
زندګي که څوک پوهېږي حضور دم ده
ايننده و رفته کله د چا ياد وي
دا دنيا لکه سيلاب هسې بهېږي
نه ځې چا څخه استوګنه نه استاد وي
چې کامله اراده لري په زړه کې
د مرشد له اشارته بې ارشاد وي
و هغو ته چې خدای خود پخپله وښود
څه حاجت يې په ښوونه د استاد وي
ډېړ ياران ور څخه بېل شو و هيڅ کرم نه دي
که رحمان له جدايۍ نه په فرياد وي