

رحمان بابا
د هغو چې ځبله مهر و محبت وي
په هستۍ او په نيستۍ کې فراغت وي
عاشقي ده تر هغه مقام په هورته
چې د چا مقام په رنځ و په راحت وي
څه د اور په لمبو سوی څه د عشق
واړه عشق دی که هجران وي که وصلت وي
چې مطلب و مدعا د سړي خدای شي
ناست ولاړ يې همه واړه عبادت وي
که په دوه قدمه ومري هم حاجي شي
چا چې کړی د مکې په لوري نيت وي
هغه څوک چې پير وي د اوليا کا
دا يې واړه په معنا کې ولايت وي
که د زرو په تخت کښېني غزا وشوه
و فهيم و ته کم فهمه بې عزت وي
خاورې زر په سړي واړه برابر شي
هغه دم چې له جهانه په رحلت وي
د دانا او د نادان تر ميان يو حد دی
هوښياري تر حد په هورته حماقت وي
تجاوز له خپله حده پکار نه دی
د هر چا په خپله خونه کې حرمت وي
نور عالم که د دنيا غمونه کاندي
د رحمان سره دې غم د اخرت وي