

رحمان بابا
تل دې ستا خواب الودو سترګو خواب وي
چې فتنه په خواب وده شي ډېر ثواب وي
لکه می چې په مينا کې تجلي کا
نور د حنس په حجاب کې بې حجاب وي
ته چې ما ته لولوي پټۍ د صبر
زه هم ډېر په دا راضي يم که مې تاب وي
زه په دا سبب په ترکو پسې ژاړم
چې ژړا د عاشقانو د مخ اب وي
که نادان وي هم دا همره خو پوهېږي
څوک چې نن ژاړي په يار پسې کذاب وي
د عاشق سترګې په داسبب شوې پاکې
چې مدام د جوي په سر لکه حباب وي
له خالي خونې به څه وړي چې څه نه وي
که ختلي د حباب په سر سيلاب وي
هم په دا يې د نغمې اثر پيدا شه
چې په تشه ګيډه صبر د رباب وي
د حريص له خپله نقده بهره نشته
لکه مار د ګنج د پاسه پيچ و تاب و ي
کاملان تعلقات د دنيا نه کا
لکه پاڼي د خزان پښه په رکاب وي
غفلت هيڅ مناسب نه دی په دنيا کې
ساکنان د دهر کل واړه خراب وي
چې ښادي غواړي بې شماره بې حسابه
په رحمان به د غمونو څه حساب وي