

رحمان بابا
زه د ستا له غمه ژاړم واړه وينې
واړه وينې واړه وينې واړه وينې
خود مې وينې چې په تش کاته دي مرمه
لا خنجر په کاڼي مږې دل سنګينې
هر ارمان مې په حضور د سترګو وژنې
لا يقين دې د زړه نه شي بې يقينې
عالم ستا په مينه ژوي نه پوهېږم
زه په څه سب وژلی يم ستا مينې
ډېر عالم به نوري رنګ کا معلومېږې
تا چې هسې جامې واغوستې رنګينې
پښې يې نه وي چې وبله خوا ته درومي
هسې سکني په غمزه د عاشق سپينې
که صورت موی پر بله پورې معلومېږي
زړه مې ستا له غمه چاودي نازنينې
هغه څوک دې چې تر تا به بهترين وي
اې تر وار و مهرويانو بهترينې
چې دې زلفې د رحمان په زړه وريځ کړې
تر بڼو يې ځکه څاڅې اوښې وينې