

رحمان بابا
خدای دې وژغوره له هرې پريشانۍ
اې زما د کور و کلي ودانۍ
عاشقي چې ما ګڼله ناداني وه
اوس خبر شوم له دې خپلې نادانۍ
تر ورځ تيري اوبه بيرته نه جار ووزي
څه پکار دي پوچ بې ځايه پښيمانۍ
ودانۍ په يوه دم کې شي ويرانه
مرد هغه چې کړي د ورانې ودانۍ
لکه بد چې ځان وهي له کوهه دشته
زه په تا پسې کوم سرګردانۍ
دا خو زه د ستا د غم سره لوڅيږم
څوک له ديوه سره کړي پهلوانۍ
چې په اب و په اتش په خاک و باد وي
څه اميد دی په هغه زندګانۍ
ته چې دا رنګې اوږدې وعدې کړې
کشکې راکړې و ما خط د امانۍ
زه او ته که هغه وقت وي چا به نه وې
د مجنون او دليلی قصه خوانۍ
زما ستا و نندارو ته به حيران وو
که ژوندی وي ادم خان او درخانۍ
و هر چا ته چې وايم حيرانېږي
څه به وايم د رحمان له حيرانۍ