

رحمان بابا
هسې ډوب يم ستا د غم په درياب تللی
چې ماهی غوندې يې تيغه يم کوټلی
ما ليدلې چې لينده دې وه را کښلې
تا د ورځو په لينده يم زه راکښلي
په خپل ځان مې تر هغه پورې نظر و
څو مې ته په نظر نه وې کښېوتلی
اوس مې ستا په مينه ځان و جهان هير شه
د سيلاب په مخ کې لاړم لکه خلی
عاشقي به يې د باد په مخ بڼه کا
که يې ځان وي کوه قاف غوندې پنولی
چې د عشق له بحره روغ سلامت وويز
زه يې نن ګڼم له موره زيږيدلی
هر چې واوړي په بلا د تورو زلفو
هغه بيا تر کوره نه دی ورغلی
چې له غرونو پريوتلی دوي بيا پاڅې
پاڅيدی نه شي د زړونو پريوتلی
چې د اور لمبو وهلی وي بيا روغ شي
نه رغېږي د هجران لمبو وهلی
زه رحمان يې هر دم وينم ستا په غم کې
که خپل مرګ په سترګو نه دی چا ليدلی