

رحمان بابا
بد لوی په دني دين و ايمان ولي؟
نه پوهېږې په خپل سود و په زيان ولې؟
هيشه په ځای د شکر شکايت کړې
منکرېږې په عطا د سبحان ولې؟
دربخقلي خدای د هرې چارې نوان دی
په ډېر توان کې خپسر بولې ناتوان ولې؟
مدام اوښي يويوې د رزق له غمه
در ګوهر پر بها پلورې ازران ولې؟
چې په هر ګياه سامان د هر سبا کړې
کور و کر شوې د محشر په سامان ولې؟
هيڅ ګياه له ځايه نه خوځي نم مومي
ته د رزق په طلب مږې جهان ولې؟
چې پخوا تر قضا څخله رضا غواړې
بيهوده په لوټو ولې اسمان ولې؟
په شوند ومره چې د مرګ له غمه خلاص شې
اسان کار دي کړ په ځان باندې ګران ولې؟
غيري مينې دې په زړه باندې انبار کړې
په کعبه کې ننباسې بتان ولې؟
زړه د نفس په پيروۍ در څخه لاړ شه
د خبيث په لاس دې ورکر قران ولې ؟
چې يوسف د حبشي په بها مومي
د مطلوب په بهانه ښندې ځان ولې؟
بد له بدو پښيماني کاندي رحمانه
ته په خپلو بدو نه شوې پښيمان ولې؟