...

رحمان بابا

ما چې سترګې و ګلرخ ته واړه ولې

په هغو سترګو مې ويني وژړلې

د عمل جزا مې بيا مونده برحقه

دا ستور دی چې کرې هغه اخلې

تر غمزو يې يو په سله زره قاتل دي

تل چړې تورې په کاڼي تيرولې

خود کرده به څه تاوان له چا نه غواړي

چې يې غوڅي په خپل نيغ کړې سپيني خپلې

ما لا مرګ د ستا په مينه کې هاله ليد

چې ګدا د پادشاهۍ لافې وهلې

له خوبانو به څوک څه وفا وغواړي

سرو کله د کشمش ميوه نيولې

په دربار يې سنډاسي شه ورته کښېنه

تار په تار د سر ويښته ايرې منلې

که دفتر د خپل قسمت د چا په لاس وي

بدي بخري به چا کله قبلولې

چې نيکې يې ورکوله و نيکانو

دې بدانو څه بدي نه وه غوښتلې

څوک له خاورو ايرو پاڅوي تخت ورکړي

څوک له تخته د ايرو په ډيران ولې

ستا چې نيت د اشنايۍ نه و صنمه

د رحمان سترګې دې ولې نه ګنډلې

د ازل په وځ د برخو جواري وه

اې رحمانه چا بايلودې چا ګټلې