

رحمان بابا
چې وصال د خپل جانان مې دی موندلی
ګنج د در و د مرجان مې دی موندلی
همره طمع مې له خپله بخته نه وه
نه پوهېږم چې څه شان مې دی موندلی
که په ډېر مشقت لاس لره خدای راوست
زه خو وايم چې اشنامې دی موندلی
چې مې يو نفس وصال ور سره وشه
واړه اجر د هجران مې دی موندلی
څه عجب دی که تما جهان زما شي
چې بادشاه د درست جهان مې دی موندلی
زه رحمان په خپل اشعار شکر ګذار يم
چې دا هسې رنګ ديوان می دی موندلی