

رحمان بابا
وقت د عيش و طرب تېر شه خزان راغی
ځنکندن د بلبانو په ځان راغی
دلداري مې ترې اميد وه باري څه کړم
هغه يار د دلبرانو په شان راغی
سود سودا د عاشقۍ که نفع مند وي
ما هيڅ سود په کې بيا نه موند نقصان راغی
تمام عمر که وصال و همره نه و
لکه يو زمان د ښکليو هجران راغی
اشنايي مې په هوس وه خو چې بيل شوم
دواړه لاس مې وبله ومښو ارمان راغی
ګوی زما د زړه يې يووړ په چوګان کې
بيا د ناز په نيلي سور په جولان راغی
غنچه لب به په خندانه کا پريشانه
په شيبو زما د اوښو باران راغی
د ميرزا د ازراني دعوې به پرې کا
قدردان د شاعرانو رحمان راغی