...

رحمان بابا

چې سړی له بله بد وايي بد ګوی شي

لا ترې بله خوا روان د ده بد بوی شي

مرده شوی چې هوس کا د بل و مرګ ته

بل هم پس د ده له مرګه مرده شوی شي

دوست دښمن د سړي واړه خپل عمل دی

هم په دا مقدار يې اجر موی بموی شي

هره ونه چې کږه په يوه لور وي

عاقبت يې پريواته په هغه سوی شي

په لويۍ کې نور څه نشته بې زواله

هلکان د هلکتوب په سبب پوی شي

د اوبو اصل له خاورو پيدا کېږې

خاکساري د خاکسارانو په ابروی شي

همره زيان له خوګه خرسه نه رسېږي

لکه څوک په ادميانو کې بد خوی شي

سړی هوښ چې د سړي له تنه پاڅي

د سړيو په جامه کې خربشوی شي

و هغو و ته چې خدای پخپله وښود

څۀ حاجت يې د رحمان په ګفتګوی شي