...

رحمان بابا

د سکوت په تيغ چې ژبه بريده شي

لا قلم غوندې په قال کې دويده شي

همره اور د عاشقي په زړه کې يو شي

چې لاله يې له تربته دميده شي

خم ابرو د يار مې نقش په ليمه دي

لکه مياشت چې په لوی بحر کې ليده شي

هميشه يې د خپل يار له لوري دووی

نهايت چې په دادو کې رسيده شي

څه حاجت دی چې زه يار و چا ته ستايم

کار همه د خپلو سترګو په ديده شي

کله وي چې يو د بل په ويل غلېږي

مګر صافه د چا خپله عقيده شي

خود څرګند وي لکه صبح په جهان کې

هر ګريوان چې په يارۍ کې د ديده شي

ابرو يي د عاشق هلته ځان څرګند کا

چې يې نم د زړه له سترګو چکيده شي

د اه غشي يې په زمکه کله لګي

هر قامت چې کمان طوره خميده شي

بې مطلوبه يې هيڅ فهم په چا نه وي

هر طالب چې په طلب کې فهميده شي

هر چې زړه په مهرويانو باندې بايلي

بې ديناره و بې درمه خريده شي

ما د يار په څير بل مخ نه دی ليدلی

مګر پس چې له نن ورځې افريده شي

يا به شهد يا به قند يا به نبات وي

هر کلام چې له رحمانه شنيده شي