...

رحمان بابا

چې مجنون غوندې يو موټی استخوان شي

په قوت د عاشق به پهلوان شي

عاشقانو په شکست کې بری بيا موند

دلته توان د هغه رسي چې ناتوان شي

زيړی رنګ د عاشقانو هسې مرتبه ده

چې افتاب غوندې څرګند په درست جهان شي

له چشمانو يې باران رحمت ووري

زرغونه يې په چهره باندې زعفران شي

له رخساره حال د زړونو معلومېږي

له بهاره يک و بد د کال عيان شي

له نکتې نه تمام علم حاصلېږي

درست خروار له يوه مشته نمايان شي

پکار نه دي مخالف هزار تقريره

موافق له حاله نيم کلام داستان شي

لکه مړ له کار و باره وي وتلي

د هغو خوارې په سر چې غافلان شي

که دې ډېړ عمر پکار دی غفلت مه کړه

په اوده باندې سل کاله يو زمان شي

د غفلت بنياد د اوښو په موج خيژي

يو څو پکې خواب الود لره طوفان شي

ړوند په خپله عصا پريوزي و کوهي ته

خپل دليل د کم دليل د ځان تاوان شي

سرکشي د عاجزانو پکار نه ده

هر ميږی چې وزر وکاندي پښيمان شي

موم دلان به يې له شره لمن ژغوري

سنګدلان که عين لعل د بدخشان شي

چې کيميا د قناعت ځې په لاس کښېوزي

د شړۍ په خرقه کې بادشاهان شي

بل پوشاک يې پکار نه وي بې نمده

هغه زړه چې ايينه غوندې روښان شي

عاشقي ده له جمله بلاو زياته

و مجنون ته ديو و دد واړه حيران شي

کاتبان به ورکا در د خپلو غوږو

که يې تير تر غوږو شعر د رحمان شي