

رحمان بابا
اشنايۍ توره بلا ده اشنا مه شې
جدايي به دې فنا کا فنا مه شې
درد و غم به دې د زړه ولي کا غوڅي
ګرفتار په درد و غم د جانا مه شې
په زيړ رنګ به دې تل سرې اوښي بهېږي
د دو رنګو په څير ګل د رعنا مه شې
هم په دا چې دروغژن د خدای دښمن دی
و هيچا ته دروغژن په وينا مه شې
که اعلی مرتبه غواړې عاشقي ده
نور همه واړه ادنی دي ادنی مه شي
هميشه به سر نګون په فکر ناست يې
د رحمان هسې مشغول په ثنا مه شې