

رحمان بابا
د عاشق بې خپله ياره قرار نه شي
بې طبيبه قراري د بيمار نه شي
چې په لوح محفوظ کې ښکلی ليونی وي
په تعليم د معلم به هوښيار نه شي
زوی د پلار په غيږ کې پروت وي روح يې لاړ شي
د قضا علاج په مور و په پلار نه شي
د هغو چې خدای کمال حسن روزي کړ
هيڅ نقصان يې د منکر په انکار نه شي
درد و غم د عاشقۍ چې ډېر مشکل دی
هيڅ سړی دې په دا رنځ ګرفتار نه شي
زه همه عمر له خدايه دغه خواست کړم
چې دې يار له خپله ياره ويزار نه شي
که هر څو يې دلبري و دل جويي کا
د رحمان په ترکو هيڅ اعتبار نه شي