...

رحمان بابا

هغه زړه چې خدای روښان کا جام د جم شي

په دا جام کې ور ښکاره تمام عالم شي 

په ادم کې د حيوان خويونه هم شته

بيا هاله يې ادم بوله چې ادم شي

چې خويونه د چارپايايو په کې نه وي

سړی هوښ په سړي هله مسلم شي

چې اغوستی يې لباس وي د پاکانو

د ناپاکو چارې کاندي خو به ګرم شي

که هر څو طعام لذيذ وي مزه نه کا

چې يوه ذره نمک يې زيات و کم شي

ښادي هر چرې غم په اندازه وي

د هغو به څه ښادي وي چې بې غم شي

هر چې خپله رضا پاسلوي قضا ته

که هر څو په ځان ناخوښ وي خوښ خورم شي

عاشقي چې تر کماله ورسېږي

د خپل يار له لاسه زخم يې مرهم شي

که په ځان باندې قدم کېږدې رحمانه

نه فلکه به دې لاندې تر قدم شي