

رحمان بابا
که سل ځله هم کنار و هم بغل شي
د دنيا واړه په مينه واړه سره بيل شي
دا چې اوس په يوه کور کې سره ناست دي
عاقبت به يې جدا جدا منزل شي
دا ګلونه چې يې ځای دی په دستار کې
همه واړه به تر پښو لاندې غوبل شي
دا پي مخي چې يې مخ د نمر په څير دی
تور ويښته به يې په مخ باندې ځنګل شي
دا شيرين شيرين شربت چې د وصال شي
د هجران په وقت به زهر هلاهل شي
ما د يار په بېلتانه کې دي ليدلي
که دانا د زمانې وي مبدل شي
پښه له ويري د وصال په مزکه نږدې
چې خبر د جدايۍ په دل دل شي
د دې هسې رنج علاج به څوک په څه کا
چې نه فهم د چا رسي نه اټکل شي
که د غرونو په سر ګرزي سر يې ټيټ وي
هر چې زړه يې د خوبانو پي يرغل شي
د رحمان خاطر غمونو هسې زنګ کړ
مګر جام د می ناب وي چې صيقل شي