...

رحمان بابا

که د زړه په وينو رنګ د چا ګوګل شي

چې بېلتون په جهان ګرزي خو به سيل شي

که د اوښو په درياب باندې نهال کړې

نيشکر به نيشګر شي نل به نل شي

مشقت د سړي واړه حبطه کا

په ښوره کې چې د ګل بوټي نهل شي

د دنيا ياري دوستي څه پکار نه ده

له اوله يار و دوست وي پسې غل شي

که هر څو يې وبله مهر و محبت وي

نهايت سره په جنګ و په جدل شي

په مثال د دروغژنې مرغلري

اب و تاب يې په دوه ورځې کې بدل شي

که يې زنه د ځواني په وقت کې سيب وي

هغه سيب يې په پيرۍ کې بيا حنظل شي

د رقيب له بده خويه به څه وايم

ترو دا ګوره چې لا يار ورسره مل شي

زه رحامن په ښه په بد د ديار پوهېږم

کاشکې زهر په دهن د چا عسل شي