...

رحمان بابا

هر چې ستا په زنخدان کې يې منزل شي

لکه خس په تناره کې به جليل شي

څوک چې نوم د ستا د شونډو په خوله واخلي

که يې زهر وي په خوله کې هم عسل شي

په هجران کې زه بې برګ و بې نوا يم

لکه کښت چې اوبه نه مومي شذل شي

په عاشق باندې دا هسې ګمان مه کړه

چې يار زړه ورڅخه يوسي تش ګوګل شي

په جهان تر اشنايۍ خواږه څه نشته

ولي حيف دی چې هجران په کې حنظل شي

زه رحمان بې ياره هسې شول و شل شم

لکه کب چې بې محيطه شول و شل شي