

رحمان بابا
که د سرو زرو سړي وي خو چې مړ شي
نه يې نوم په خوله څوک اخلي نه نو مړ شي
که هيچا پړ کړی نه وي په جهان کې
و اجل ته لکه خر په خټه پړ شي
راشه راشه دا ډېر ناز و کبر مه کړه
ياره خو به دې دا ناز په جهان وړ شي
دا رخسار چې دې روښان تر ايينې دی
عاقبت به د لحد په خاورو خړ شي
مراد خو واړه دلبري ده غزا وشوه
که د سرو په څېر څوک په قامت لوړ شي
نيک نامي له نيک خويۍ نه پيدا کېږي
دغه چاره نه په سوک نه په لوړ شي
عاشقان چې پښيمانېږي هغه نه کا
هغه سوک د بې هنر وي چې خپړ شي
دا خو زه له مشقته تا ته وايم
ګڼۀ ځان له سرنوشته چا ژغړ شي
د هوا په نغوته مه ځه که دانا يې
د هوا ويشتلي غشي زر په خوړ شي
وران به نه کاندي يو حرف د خپلې بخرې
که په اوښو د چا درست جهان چقړ شي
په تدبير به د تقدير کښلي نور نه کړې
د قسمت علاج په عقل کله کړ شي
په رحمان باندې بې ياره صبر ګران دی
لکه زهر چې ديده دانسته نغړ شي