...

رحمان بابا

که مې غم د درست جهان تر زړ ه چا تير شي

دلګير مه شه هسې وايه چې به تير شي

غم هغه دی هر چې څيرمه وي و چا ته

وړنبي واړه تر وروسته پورې هير شي

بې له خدايه چې مدام په يوه حال وي

بنده کله شير شاهۍ وي کله سير شي

يو ادم دی چې په څو رنګه جلوه کا

يو رقم دی کله زور و کله زير شي

د دنيا چارې مدام په قرار نه وي

د بڼو په ځنبول په بل بل پير شي

په لږ عمر کې ډېر غم له کومه راغی

خو له خپلې بې صبرۍ په سړي ډېر شي

خريدار و فروشنده چې سره خوښ شي

په سودا کې سختي نه کا تير و بير شي

ښايسته په جهان ډېر دي بې حسابه

باري څوک به د رحمان د يار په څير شي