

رحمان بابا
چې غبار د ستا د لارې په خوا ورشي
که په دواړو سترګو ړوند وي مبصر شي
تازه نوی سر پيدا کړي لکه شمعه
چې يې غوڅ د ستا په مينه د زړه سر شي
چې کيميا د قناعت يې په لاس کښېوزي
که ګدا وي د قارون په څير توانګر شي
ستا د در ګدايان واړه بادشاهان دي
خو چې ستا له دره ووزي در په در شي
تل يې مخ وي له عالم جاروتلی
د هغو چې ستا په مخ باندې نظر شي
که د درست جهان له حاله خبردار وي
چې تا وويني له واړو نا خبر شي
ايينه که د جمال کړې ور څرګنده
دا ګدا رحمان به شاه سکندر شي