

رحمان بابا
چې شهيد د تورو سترګو په خنجر شي
خوشنودي يې د سرو شونډو په کوثر شي
چې را ياد يې سپين رخسر دراز مژګان کړم
هغه دم مې زړه سپند سينه مجمر شي
عندليب خاطر مې الوزي په ګلو
که د ترکو سنبل زلفې يې سهپر شي
که يا سل ځله جفا راسره کاندي
زما کله په جفا د يار باور شي
د ناصح په نصيحت به منع نه شم
که هزار ځله مې ورور و برادر شي
د رقيب او زما صلح سره نشته
که مو چرې لاس و دست وبله بر شي
صبوري او قراري له ما خطا دی
تر هغه ساعته پورې چې محشر شي
تير ساعت به د هيچا په لاس کې نه وږي
مګر تللی اشنا بيا په اشنا ور شي
خوبرويان به د سپوږمۍ ټوکړه را وخلي
که رحمان کچکول په لاس کې قلندر شي