...

رحمان بابا

کر د ګلو کره چې سيمه دې ګلزار شي

اغزي مه کره په پښو کې به دې خار شي

ته چې بل په غشيو ولې هسې پوه شه

چې هم دا غشي به ستا په لور ګذار شي

کوهي مه کنه د بل سړي په لار کې

چرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي

ته چې هر چا ته په خوارو سترګو ګورې

لا وړومبی به ستا صورت تر خاورو خوار شي

ادم زاد په معنا واړه يو صورت دی

هر چې بل ازاروي هغه ازار شي

که ته نه کوې نظر د چا و عيب ته

هر سړی به ستا د عيبو پرده دار شي

دهقان کر په لوړه زمکه باندې نه کا

سرکوزي کوه چې بڼ دې مرغزار شي

د مات لوښي اواز کله ثابت خېژي

د هر چا عمل څرګند په خپل ګفتار شي

نن چې صبح ده روښانه لار صحيح کړه

ناګهانه به دا صبحه شب تار شي

لږ يې مه ګڼه که هر څو ګناه لږ وي

چې لږ لږ وبله جمع کړې بسيار شي

که بل بد کاندي ته ښه ور سره وکړه

هر يو نخل چې ميوه لري سنګ سار شي

تل و ښو و ته ازار د بد ورسي

هر چنجی و نرم چوب ته ورد و څار شي

هغه زړه به له طوفانه په امان وي

چې کشتۍ غوندې د خلقو باد باردار شي

خدای دې بد له لاسه نه کا او که وي هم

د رحمان دې له کل بدو استغفار شي