...

رحمان بابا

تبسم مې د وګړي په روزګار شي

چې له مرګه يې نه ويره نه يې ډار شي

له ده وزېږي د ده د وړاندې ومري

لا يې مينه د دنيا په کار و بار شي

که يې هر قدم د مړيو په سر لار وي

يو قدم هسې وا نه خلي چې په لار شي

د ژونديو نصيحت پرې اثر نه کا

مګر مړه له قبره پاڅي په ګفتار شي

د اميد مزي يې هسې رنګ دراز وي

چې تر خضره ورته خپل عمر بسيار شي

سپينه ږيره په اوڼي کې زوی را واخلي

چې به ما لره سپاهي و منصبدار شي

د خرما زړی نهال کا ورته ګوري

چې دا سوري دا ميوه به مې پکار شي

هر هر فصل چې ترې ريبي هوسيېږي

چې به کانده راته بل فصل تيار شي

لا يې لپه تخم هم نه وي کرلی

ناکشته ور ځني طمع د خروار شي

غړوندی د ناز کړيو خسيو غړي

چې سبا بيګاه به ما لره ګوهار شي

لکه وړکې کټوری له زاڼې غواړي

په دا هسې پوچ ګويي اعتبار شي

رحمان څه دی چې به پند و چا ته وايي

هدايت د هر بنده په کردګار شي