

رحمان بابا
صبحدم چې هغه يار را باندې راشي
عجب نمر د نمر د پاسه هويدا شي
ښکلی مخ لره حاجت د سنګار نشته
بې ترتيبه چې نمر وخېژي روڼا شي
چه يې ووينم له ورايه پورې نښلم
لکه پيښ چې و بله کاه و کهربا شي
ما له ډېري ناچارۍ و يار ته شا کړه
ناروا د ضرورت په ځای روا شي
زه په وصل کې خواري د هجران ژاړم
د هر کار فکر تر کاره لا پخوا شي
لا پخوا تر جدايۍ نه ژړا بويه
ګڼه هلته هر يو ژاړي چې جدا شي
وصال نه دی چا په سر و مال موندلی
مګر غاړه په دا کار د چا ادا شي
زه به سر و مال د يار تر نامې ځار کړم
دا په عشق کې سهل کار دی که په دا شي
د رحمان په اوښو هسې رنګ پوهېږم
چې اخر به په تمام جهان رسوا شي