

رحمان بابا
نمر سپوږمی که ستا له حسنه نه شرمېږي
ترو دوی ولي زرغونه و زيړ ښکارېږي
دا سپوږمۍ چې يې نه سر شته نه يې پښې شته
په کوم حسن به له تا سره سمېږي
زړه مې يووړ ستا د مخ په روڼا زلفو
باري غل په سپين سبا کله پټېږي
ستا د زلفو د ابريو له وحشته
همګي لړم ماران دي چې ورېږي
مخ دې اور خط دی سبزه ده زه حيران يم
چې سبزه په اور کې څنګه زرغونېږي
اور اوبه سره چا ګډ ليدلي نه دي
دا قدرت دی ستا په لبو کې نمايېږي
لکه لوند زړوکې تاو کړي نو يې ووزي
ستا له غمه مې رنګ زيړ پوست مې وچېږي
سپوږمۍ هم دا هسې تاوخوري ستا له مخه
چې په هره مياشت کې دوه دوه نيمه کېږې
ستا قامت که څوک شمشاد بولي غلط دی
د لرګيو په نرخ سپين زر نه يافتېږې
خم ابرو يې په پناه د زلفو تم شو
د لړم لشه له مار سره تاوېږي
و سپين غاښو ته دې در ويلی نه شم
کاڼي کله د برېښنا په دود ځلېږي
باريک خط يې زلفو لاندې کړ رحمانه
مورچګان د شپې له مخه پايمالېږي