...

رحمان بابا

و خوبانو و ته ولي نظر نه کړې

د چمن په ګلو ولي ګذر نه کړې

دا بهار چې درست جهان يې معطر کړ

دامغ ولي په دا بوی معطر نه کړې

رضا ولي په قضا سپارلی نه شي

دغه زهر په ځان ولي شکر نه کړې

جک زده چې په نارو د مرګ خبرېږې

ځان پخوا تر مرګه ولي خبر نه کړې

چې د نور خلقو په سر اچوې خاورې

ته پخپله خاورې ولي په سر نه کړې

پس له مرګه چې بيا مرې له لوږي تندي

ولي نن ساعت توښه د محشر نه کړې

دا ويل دې اثر کله کا په نورو

اې رحمانه په ځان ولي اثر نه کړې