

رحمان بابا
ولې ولې و عاشق ته نظر نه کړې
دا ګدا په ديدن ولي توانګر نه کړې
ستا دې ډېرې حيا ډېر کورونه وران کړل
چې هيچا و ته کاته برابر نه کړې
ستا په ډېر حسن مې دا عقيده نه شي
چې دا روغ وګړي واړه اوتر نه کړې
ته پلو له مخه واخله زه ضامن يم
که اورنګ د زمانې قلندر نه کړې
زما هر زمان هر دم په تا ګذر وي
ته يو دم زما په لوري ګذر نه کړې
لکه ته چې دلاور زما په مرګ يې
چې دا رنګ چرې رقيب دلاور نه کړې
زه د ستا په جفا خوښ يم تل تر تله
که غماز مې له دې رازه خبره کړې
ګذشته جفا دې واره اواره وي
که دا جور و جفا بار ديګر نه کړې
هغه څوک دې چې به ستا له دره درومي
که يې ته له خپله دره بدرنه کړې
سنګدلي ده هغه خلقو لره ختمه
چې يې ته په مجلس ورشې اثر نه کړې
رحمان ستا مينې رسوا کړ باري حيف دی
چې ته هيڅ په دا خبره باور نه کړې