

رحمان بابا
که د عشق شکري تيري تر ګلو کړې
نور لذت به لکه زهر هسې تو کړې
که دې وشي ملاقات له سر و قدو
د فاختې په څير به کوکې په کوکو کړې
عاشقي به تيره توره در په لاس کا
نور د صبر د سکون په ملک به هو کړې
په انصاف و عدالت به نوشيروان شې
هر عمل چې د خپل ځان په ترازو کړې
د سکندر په څير جهان به دې روزي شي
که سرکوز په ايينه د خپل زانو کړې
تريخ لوګي به دې د قند په څير نغړده شي
که صورت د عشق په اور کې تماکو کړې
و به نه وينې د ترکو برندي سترګې
مګر ځان په خپلو وينو کې سالو کړې
روغ به نه شې به بې ديار له ښه ديدنه
که سل پنده سپيلني و ځان ته لو کړې
د غفلت ليچن ليمه به دې بينا شي
که ديار د کوڅې خاورې دې څښکو کړې
دا دارو بد دوايي کوې طبييبه
چې د يار په درد و غم کې مې دارو کړې
نصيحت په عاشقانو اثر نه کا
دا محنت واړه بې ځايه بې قابو کړې
په رحمان باندې بې ياره خواب حرام دی
که يې سل بالښته لاندې تر پهلو کړې