

رحمان بابا
تا چې مخ د پرۍ سترګې د اهو کړې
نه پوهېږم چې اهو يې که جادو کړې
دعاګو چې د چا ومري څه ښادي ده
ته په څه زما و مرګ و ته ارزو کړې
په محراب د عاشقانو کاڼي ووري
ته چې چين د حبين غوټه په ابرو کړې
تا چې رنګ د ګلو واخيست زه پوهېږم
زرغونه به په چهره زما کنګو کړې
ستا له ډېره ډېره جوره معلومېږې
چې به ما پخپلو اوښو کې لاهو کړې
که يو ځله تورې زلفې کړې پريشاني
خاکستر به په چمن کې کشمالو کړې
درست جهان به قاف تر قافه معطر شي
که يو ځله شا نه ګډه په ګيسو کړې
ستا د زلفو مار خوړلي به روغ نه شي
که افسون د مسيحا ورباندې پو کړې
لاس و پښې دې بې زيوره ښايسته دي
څه منت به د پايلو د باهو کړې
له سوزن د بڼو راوړې تار د زلفو
د رحمان د زړګي زخم به رفو کړې