...

رحمان بابا

خدايه زړه د رقيب نرم په احسان کړې

ما له ياره يار له ما سره يکسان کړې

هغه درد چې د اشنا د بېلتانه دی

دفع و رفع يې د وصل په درمان کړې

غم د هجر چې تيري تر اوره سخت دی

له دې غمه مې په امن په امان کړې

کار و بار د عاشقۍ چې ډېر مشکل دی

دا مشکل زما په ما باندې اسان کړې

حجاب لري کړه زما د يار له ميانه

بې حجابه مخ د يار راته عيان کړې

که مطلب د نور چا نوري مرتبې دي

ما ګدا په استانه د خپل جانان کړې

که دا نور عالم و بله خوا ته ګوري

ما په لوري د دلبرو نګران کړې

زه چې يار لره ورځم په هغې لارې

متر خضر مهتر الياس مې رهبران کړې

تاريکې د معصيت را څخه واخلې

د طاعت په روښانيۍ مو زړه روښان کړې

چې زما په پريشانۍ يې زړه ښه کېږې

زړه يې ما غوندې په يار پسې پريشان کړې

چې زما په چمن راشي ګستاخي کړي

د شبنم په څير مې توره د زبان کړې

چې اخاده د منکر تر سره پريوزي

د فلک په څير مې توره د زبان کړې

هغه عشق چې د ترکو د غمزو دي

هر کلام مې د هغه غشي پيکان کړې

چې کشور د افغانانو معطر شي

د هر بيت مصراع مې زلفې د خوبان کړې

چې هر حرف يې د نافې هسې خوشبو وي

برکت مې په جزدان په قلمدان کړې

ته چې ما منع کوې د يار له لوري

کاشکې باد د سحر منع په بوستان کړې

نه به ما منع کړې ته له خپله ياره

نه به کوز په زمکه ستوري د اسمان کړې

الهي د خپل حبيب له برکته

دا ساده انشا رنګينه د رحمان کړې