

رحمان بابا
ما په تا پسې دا سپينې جامې رنګ کړې
ته لا بيا په ما ګمان د نام و ننګ کړې
هيڅ اثر دې په سنګين خاطر و نه شي
که هر څو مې مصلې در پسې لنګ کړې
دل سوزي به دې په نور وکړي څه شي
چې له ما غوندې مخلصه سره جنګ کړې
ته په عشق کې ما هاله دروغژن بوله
که يو بل هم هسې ما غوندې ملنګ کړې
دا نارې سورې په عشق کې دې غمازې
ګڼه تل به د بلبل په څير پتنګ کړې
عاشقي و معشوقې ته سپينه لار ده
ته و ما و ته دا سپينه لار ګړنګ کړې
چې يو دم مې له نظره ته يو خوا شې
دا جهان لکه لحد را باندې تنګ کړې
په ښه خوی سره د خلقو افساني يې
خدای زما له کم بخته په زړه سنګ کړې
دا دې څوک له څنګه ناست دی نه پوهېږم
چې خبرې د رحمان سره په جنګ کړې