

رحمان بابا
د اشنا له لاسه ناست يم په زړه ستړی
په فلوس مې پکار نه دی د رخت وګړی
چې په ژوند يې طمع پريکړی شي له ژونده
نور به څه باندې ويرېږې سر پرې کړی
که ژوندون د عاشقانو په وصال وي
زه مهجور يم په دغ روايت مړی
خوږ ژوندون مې جدايۍ هسې را تريخ کړ
چې د غم له تلخۍ دم نه شم رانغړی
دا صورت په مثال خس محبت اور شه
ترو د اور په مخ کې څه کاندې خسړی
لا علاج به لکه اوښ بار برداري کا
چې په پوزه يې پيزوان شه د عشق پړی
له احواله يې ورو ورو پوښتي يارانو
بېلتانه د رحمن وار دی خطا کړی