

رحمان بابا
خدايه مه کړه نا اميد هغه وګړی
چې اميد يې وي د ستا په کرم کړی
ستا له رحمه به زه ولې نوميدي کړم
چې دې ځان دی د رحيم په نام نومړی
دا نيمګړي سړي ننګ هم د خپل نام کا
ته خوخدای يې چې په هيڅ نه يې نيم ګړی
هيڅ بنده دې په بزرګي کې ليده نه شي
څو تا خط د ازادۍ نه دی ورکړی
دا همه واړه شوميت دی د شومانو
ګڼه ته د چا په زيرمه نه يې ستړی
چې بې تا يې په زره بله دودا ګرزي
تر مقصوده به و نه رسېي وګړی
هر چې ستا په لار قدم د راستي کېږدي
که يې زيان وي زه رحمان يې پوروړی