...

رحمان بابا

چې مدام د بل و عيب و ته نظر کړې

خدای له خپله عيب ولې نا خبر کړې

که يوه جو دانه عيب وينې په بل کې

هغه يو جو دانه عيب به يې لوی غر کړې

که دې خپله ګناه لويه لکه غر وي

په حيله حيله به غر د مچ وزر کړې

که څوک تله د انصاف درته په لاس کا

خپل ټټو او د بل اس به برابر کړې

تو لعنت دې په دا هسې منصفۍ شه

چې له حقه و باطل و ته ګذر کړې

خدای و تا د ملايکو مقام درکړ

ته دا خپل صورت پخپله ګاو و خر کړې

که دې يو ويښته د ځان دپاسه کوږ شي

ځان هغه ساعت له خدايه مرور کړې

که ښندلي دي په خدای وي يو کيکوړي

نمايان يې په جهان کې لکه نمر کرې

لکه څوک تر مکې لاړ شي بيا ترې راشي

د دنيا دپاره هسې لوی سفر کړې

که يوه رتۍ دې زر به لاس کې کښېوزي

خرڅ خروار د عبادت په رتۍ زرکړې

د ځوانۍ عمر دې تير کړ په غفلت کې

په پيرۍ کې به څه زيرمه د محشر کړې

په دنيا پسې دې نمري دې رنګ کړې

ځان و خلقو ته درويش و قلندر کړې

لکه وار چې د زرې لولۍ تير شي

اوس توبې له ضرورته په سپين سر کړې

په پيرۍ کې د ځواني چرې نه شي

ته په ورځ د عاشورې به څه اختر کړې

لکه بيخ د زړې ونې چنجي وخوري

په دا تير عمر به څه ښاخ و ثمر کړې

دغه باغ به دې خلاص نه شي له خزانه

که چاپير ورځني سد د سکندر کړې

و بد خواه و ته څوک نصيحت نه کا

رحمان ستا په غم شريک دی که باور کړې