...

رحمان بابا

که نظر په ماتو ګوډو د روزګار کړې

هومره نه دی چې حساب يا به يې شمار کړې

په هر غم کې خاموش اوسه او که نه وي

د بد خواه خاطر به ښاد دوست به ازار کړې

صبر ونيسه په مخ کې که مراد غواړې

په تلوار به هيڅ و نه کړې که تلوار کړې

رضا پاسله و قضا ته فراغت شه

او که نور څه نور څه وايې ځان به خوار کړې

ارادي او کاروبار دې سره لري

لاس له کاروباره وکاږه که کار کړې

چې پخپله يې فاني بولې رحمانه

ترو بيا څه په هغو چارو اعتبار کړې